Skip survey header
پښتو

د زده کوونکو خدمتونه د 24-2023 ښوونځي کال د والدینو د اړتیاوو ارزونه

اسلام و علیکم د PWCS والدینو او سرپرستانو،

د 24-2023 ښوونځي کال ته ښه راغلاست. د پرنس ویلیم کاونټي ښوونځي ژمن دي چې ستاسو د زده کوونکو څخه د تعلیمي سفر په بهیر کې ملاتړ وکړي. مونږ پوهیږو چې په تیرو څو کلونو کې زمونږ زده کوونکو او د هغوی کورنیو لپاره ګڼ شمیر ننګونو شتون درلود. دا ډاډ رامنځ ته کولو لپاره چې مونږ ستاسو زده کوونکي ته تر ټولو ښه ملاتړ وړاندي کوو او تر څو وکولی شو د زده کړې پر وړاندې خنډونه لیرې کړو، مونږ له ستاسو څخه غوښتنه کوو چې د خپل زده کوونکي د ټولنیزو او احساساتي اړتیاو په اړه زمونږ سره معلومات شریک کړئ. هغه معلومات چې تاسو یې شریکوئ، مونږ ته به اجازه راکړي چې هغه احساساتي ننګونو ته په اغیزمنه توګه ځواب ووایو چې زمونږ ډیری زده کوونکي ورسره مخ کیدو ته دوام ورکوي. مننه چی معلومات شریکولو لپاره مو وخت راکړ تر څو مونږ ستاسو ماشوم سره مرسته وکولای شو چی د 2024-2023 بریالی ښوونیز کال ولري.

په درنښت،

Rebekah W. Schlatter
د کالج، مسلک او زده کوونکو ملاتړ څانګی مدیره